په کابل کې د ایران سفیر عليرضا بېکدلي ویلي، چې د روان کال له پیله تر اوسه د افغانستان او ایران ترمنځ د ریلپټلۍ له لارې څه باندې ۱۰۰ زره ټنه توکي لېږدول شوي دي. کابل کې د ایران سفارت ویلي، چې بېکدلي په هرات کې د روزنک اوسپنې پټلۍ د لیدنې پر مهال دا بهیر مثبت بللی او ویلي یې دي، چې دغه تمځای د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګرۍ کې مهم رول لري. نوموړي زیاته کړې، سره له دې چې د جګړې اندېښنې موجودې وې، خو د توکو لېږد نه دی درېدلی او تمه ده چې په راتلونکې ثور میاشت کې به نور هم زیات شي.








