د هلمند ولایت د فرعي ګمرکونو ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه او بهرامچې ولسوالۍ کې په یوه اوونۍ کې د ۱۲ ټنه او ۲۰۷ کیلوګرامه خوراکي توکو د ناقانونه واردولو مخه نیول شوې ده. د یاد ریاست د فرعي ګمرکونو رئیس حاجي حقمل ویلي، هڅه کېده چې دغه توکي د ۹ باروړونکو موټرو په واسطه له قانوني مراحلو او د محصول له ورکړې پرته هلمند ته وارد شي، خو د ګمرکي ګرځنده ټیمونو له لوري کشف او ضبط شول. مسوولین ټینګار کوي چې د ناقانونه سوداګرۍ پر ضد مبارزه به په جدي ډول روانه وي، څو د قانون حاکمیت، اقتصادي نظم او د کورنیو عوایدو زیاتوالی تضمین شي.








