ازبکستان او د تاتارستان جمهوریت په یوه ګډ کنفرانس کې د ترمذ ښار له لارې له افغانستان سره د پولې په اوږدو کې د توکو د لېږد او ترانزیټ نوي فرصتونه ارزولي او د سویلي اسیا له بازارونو سره د نښلېدو په برخه کې یې د دغه مسیر پر اهمیت ټینګار کړی دی. د «ریالنوِه ورِمیا» روسۍ ورځپاڼې د راپور له مخې، په دې ناسته کې د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو د پراختیا ترڅنګ د «ډیوټيفري» سوداګرۍ د بیا پیاوړتیا امکان هم څېړل شوی. په غونډه کې د ازبکستان چارواکو د ترمذ د سرحدي سوداګریز زون د پراختیا یادونه کړې، چې د توکو د لېږد د اسانتیا او سیمهییزې سوداګرۍ د ودې لپاره مهم بلل کېږي. همدارنګه د ترمذ نړۍوال سوداګریز مرکز مسوولینو شرکتونو ته بلنه ورکړې چې په دغه سیمه کې تولیدي پروژې پيل کړي او له ګمرکي معافیتونو ګټه واخلي.








