د عامې روغتیا وزارت یوشمېر مرکزي رییسانو د چین له استازو سره د روغتیايي همکاریو پر پیاوړتیا او افغانستان ته د چینایي متخصصینو پر راتګ خبرې کړې دي. روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه ناسته د عامې روغتیا په وزارت کې ترسره شوې او چین ته د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي او د هغه د تخنیکي ټیم د سفر پرمهال د مطرح شویو موضوعاتو په اړه هم بحث او خبرې شوې دي. په ناسته کې له چینایي پلاوي سره د سنتي طب برخه کې د علمي ظرفیت لوړول، د طبیعي پېښو مدیریت، د روغتیايي کارکوونکو روزنه، د دودیز طب د مرکز جوړول او د ساري ناروغیو د څارنې او مخنیوي په برخه کې د افغان متخصصینو د ظرفیت لوړول شامل وو. د عامې روغتیا وزارت او چینایي پلاوي ترمنځ پرېکړه شوې، چې د دغه برخو د پیاوړتیا لپاره به چینایي متخصصین افغانستان ته راوبلل شي او هغه موضوعات به په رسمي ډول تعقیب شي، چې مخکې د چین د روغتیا کمېسیون له مرستیال سره پرې خبرې شوې وې.








