د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی چې د چهارشنبې په ورځ له پاکستان او ایرانه ۵۴۴ افغان کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۳ زره او ۸۱۹ کسانو ته رسېږي، بېرته هېواد ته را ستنې شوې دي. د یاد کمېسیون په وینا، له دې ډلې تر ۲ زره ډېر کسان خپلو اصلي مېنو ته لېږدول شوي دي. دغه کمیسیون نن په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې له راستنو شویو کورنیو څخه ۴۶۳ د ننګرهار د تورخم، ۴۶ د کندهار د سپین بولدک، ۴۹ د هرات د اسلامکلا او ۳۲ د نیمروز د ورېښمو پله له لارو هېواد ته داخل شوي دي.








