د روزګان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار، څلورمه ناحیه کې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د وچې مېوې او سبزیجاتو د ساتنې لپاره د یوې سړې خونې پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده. د ترینکوټ ښاروال ملا محمد اسماعیل دفاعي ویلي چې یاده پروژه د (یو این ډي پي) موسسې په مالي ملاتړ پلې شوې ده. د نوموړي په وینا، په دې پروژه کې د ۲۴ په ظرفیت د لیتیمو بیټرۍ، ۸۰ تختې سولر او دوه سړې خونې شاملې دي، چې چارې یې په درېیو میاشتو کې بشپړې شوې دي.








