د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي غونډه کې د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو، کابل ښار کې د کثافاتو د سوځولو او پروسس له لارې د برېښنا د تولید د عصري فابریکې پر جوړولو او همدارنګه په کندهار، هرات او بلخ ولایتونو کې د ټراکټورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید پر طرحې بحث شوی. د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت ویلي، چې یادې طرحې تر بحث وروسته د تخنیکي او اقتصادي اروزنې په موخه اړوندو ادارو ته وړاندې شوې دي.








