د افغانستان او تاجکستان د برېښنا سکتور مسوولینو د کاسا–۱۰۰۰ پروژې د پرمختګ په اړه په یوه ګډه انلاین غونډه کې د دې پروژې د چټک پرمخ وړلو ژمنه تازه کړې ده. د افغانستان برېښنا شرکت او د تاجکستان د انرژۍ وزارت چارواکو ټینګار کړی، چې د تخنیکي همغږۍ او ګډو هڅو له لارې به شته ستونزې حل او پروژه به پر ټاکلي وخت بشپړه شي. دواړو لوریو دغه پروژه د سیمې لپاره مهمه بللې او د هغې د بریالي تطبیق لپاره یې د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.








