په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال، ټام فلیچر، ویلي چې پر ډیورنډ فرضي کرښه د وروستیو نښتو له امله شاوخوا ۹۴ زره افغانان له خپلو مېنو بېځایه شوي دي. د هغه په وینا، دغه بېځایه شوې کورنۍ له سختو بشري ستونزو سره مخ دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. نوموړي زیاته کړې، چې له دې وضعیت سره هممهاله، د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې وروستیو سېلابونو هم درانه زیانونه اړولي دي. د مالوماتو له مخې، دغو طبیعي پېښو لږ تر لږه ۱۱۰ کسان مړه کړي او زرګونه استوګنیز کورونه یې ویجاړ کړي دي. د ملګرو ملتونو چارواکو ټینګار کړی، چې د بشري ناورین د لا پراخېدو د مخنیوي لپاره باید نړیواله ټولنه خپلې مرستې زیاتې کړي.








