د پنجشېر ولایت ځايي مسوولینو نن د دغه ولايت له کانونو د تازه استخراج شویو زمردو د پلورل کېدو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت ویاند سیف الدین لټون ویلي، چې یو ځل بیا د هېواد پر سوداګرو ۲ زره ۶۳۹ قيراطه زمرد د ۳ میلیونه ۱۷۲ زره ۶۵۰ افغانیو په ارزښت د کانونو د څارنې کمېټې، د سیمه ییزو چارواکو او سوداګرو په شتون کې د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول. نوموړي زیاته کړه، چې تر دې وړاندې هم د بولۍ له لارې د هېواد پر سوداګرو زرګونه قیراطه زمرد پلورل شوي دي.








