د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي چې د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکټورونو ترمنځ د څه باندې ۶۵ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۰ سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي. سرچینې ویلي، چې دا هوکړې د ارین زړګي په مشرۍ د ۴۰ کسیز افغان سوداګریز پلاوي د ازبکستان د سفر پر مهال، د فرغانې ولایت په قوقان سیمه کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ شوې دي. د یادو هوکړو ډېره برخه د جامو، خامو موادو او درملو په سکتورونو په برخه کې ده.








