په تاشکند کې د افغانستان سفیر عبدالغفار بحر د مرکزي اسیا د نړۍوال انسټیټیوټ له رییس او د ازبکستان د ولسمشر مرستیال جولان وهابوف سره کتلي. په دې کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او د علمي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې شوې دي. ازبکستان کې د افغانستان سفارت په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې په لیدنه کې دواړو خواوو د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته پر درناوي ټینګار وکړ.








