د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ سوداګري په ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې د تېر کال په پرتله ۴۳ سلنه زیاته شوې ده. د یاد وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد، رسنیو ته ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو لکه ازبکستان، قزاقستان، تاجکستان، قرغزستان او ترکمنستان ترمنځ د وارداتو کچه ۲ میلیارده او ۳۹۹ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده. نوموړي زیاته کړې، چې دا کچه په ۲۰۲۴ کال کې ۱ میلیارد او ۶۷۹ میلیونه ډالره وه، چې له مخې یې په یوه کال کې ۴۳ سلنه زیاتوالی ثبت شوی دی.








