د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ ځایي چارواکي وایي، چې په مزار درې سیمه کې یوې مرستندویې موسسې زلزلهځپلو ته ۱۵ نوي کورونه جوړ او سپارلي دي. د یادې ولسوالۍ، ولسوال ویلي، چې دغه کورونه د «قدم» موسسې له خوا د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوي دي. د موسسې مسوولین وایي، چې دا بودجه په برېتانیا او امریکا کې مېشتو افغانانو برابره کړې او د نورو کورونو د جوړېدو پلان هم لري. ځایي اوسېدونکو له اړوندو بنسټونو غوښتي چې د نورو بېځایه شویو کورنیو لپاره هم د سرپناه زمینه برابره کړي. د ځایي چارواکو په خبره، تر اوسه په سیمه کې د ۳۵۰ کورونو له ډلې ۲۵۹ جوړ شوي او کار دوام لري.








