د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو ګډ فورم د دوشنبې په ورځ د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې ترسره شو. په دې ناسته کې د بلخ د مقام مرستیال، د ازبکستان د نمنګان والي او ګڼ شمېر پانګوالو او مسوولینو ګډون کړی و. د نمنګان والي وویل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د وارداتو او صادراتو په برخه کې د ۵۰۰ میلیونو ډالرو تړونونه شوي دي. د بلخ د سوداګرۍ خونې رئیس، محمد ابراهیم غضنفر، دا فورم د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د نوې مرحلې پیل وباله او ویې ویل چې دا همکاری به د سیمې اقتصادي ودې ته لاره هواره کړي.








