د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وايي چې د پنجشیر د عنابې ولسوالۍ، د تخار د نمک آب ولسوالۍ او د سمنګان د خرم سرباغ ولسوالۍ لارې چې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله تړل شوې وې، بېرته پرانیستل شوې دي. د هغه په وینا، د روی دواب ولسوالۍ مسیر د ملا علي پل سیمه لا هم د ترافیکو پر مخ تړلې او د ترمیم او بیا پرانیستل کېدو هڅې یې دوام لري. حق شناس دغه راز ویلي، چې د خلکو د تګ راتګ ستونزې د حل په موخه یې روی دواب ولسوالۍ ته بدیله لار جوړه کړې ده.








