د لغمان په مرکز او ۳ ولسوالیو کې د څه باندې ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د ۴ شبکو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست د خپرونو مسوول شمس الرحمن شمس ویلي، چې د یادې شبکې چارې د لغمان ولایت په مرکز مهترلام، الینګار، الیشنګ او دولت شاه ولسوالیو کې د څه باندې ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. نوموړي زیاته کړې چې یادې شبکې د (اې اچ اف) او یونیسف موسسو له لوري جوړې شوې دي. د یادو شبکو په جوړېدو سره۱۲۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.








