د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې په تېر میلادي کال کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۵۳۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده. د معلوماتو له مخې له دې جملې ۴ میلیونه ډالر صادرات او ۵۳۴ میلیونه ډالر واردات دي. د یاد وزارت چارواکي زیاتوي، افغانستان روسیې ته خوراکي او غیرخوراکي توکي صادر کړي او له هغه هېواده یې تر ډېره خوراکي مواد او سونتوکي، په ځانګړي ډول تېل او ګاز وارد کړي دي.








