د ننګرهار د اطلاعاتو امر صدیق الله قریشي وایي، چې تورخم دروازه نن یو وار بیا د راستنېدونکو افغان کډوالو پر مخ پرانیستل شوه. د قریشي په وینا تورخم عمري کمپ کې د ټولو کمېټو کارکوونکي چمتو دي چې راستنېدونکو افغانانو لپاره غوره چوپړتیاوې وړاندې کړي. تر دې څو ورځې وړاندې هم د افغان کډوالو د راستنېدو پرمخ د یادې دروازې د خلاصون خبرونه خپاره شول، خو وروسته بیا پاکستاني لوري بېرته لاره وتړله. دغه دروازه د مساپرو او ټرانزیټ پر مخ د پخوا په څېر لا هم بند ده.








