د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او ایم) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې بارانونو او سېلابونو تلفات او د خلکو کورونو او زېربناوو ته زیانونه اړولي دي. یاد سازمان ویلي، چې د کډوالۍ نړیوال سازمان ډلې په اغېزمنو سیمو کې دي، د خلکو اړتیاوې ارزوي او بېړنۍ مرستې ورته برابروي. د مالوماتو مخې له دې وړاندې د افغانستان په څه باندې ۲۰ ولایتونو کې د وري له شپږمې وروسته د ورښتونو، تالندې برېښنا، غره ښویېدنې او سېلابونو له کبله ۲۸ کسان مړه شوي او ۴۹ نور ټپيان دي. د یادونې ده چې نن هم د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو خبردرای ورکړل شوی دی.








