له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي اداره وایي، په تېرو څلورو ورځو کې کې د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې د سېلابونو، غره ښوېېدنې او تندر پرېوتو له امله د درنو مالي زیانونو تر څنګ ۲۸ کسان مړه او ۴۹ ټپیان شوي دي. د یادې ادارې د اطلاعاتو او خپرونو رییس او ویاند، حافظ محمد یوسف حماد وایي، یاده مرګژوبله په کابل، کاپيسا، پروان، پنجشېر، بامیان، دایکندي، پکتیا، پکتیکا، لوګر، زابل، کندهار، هلمند، هرات، غور، بلخ، بادغیس، سمنګان، سرپل، بغلان، تخار، جوزجان، فاریاب، بدخشان، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې اوښتې ده. حماد وایي چې په یادو ولایتونو کې ۵۶۸ کورونه، ۹۳ کیلومتره سړکونه، ۲۹۰۱ جریبه کرنیزې ځمکې او ۵۳ د اوبو څاهګانې او شبکې هم تخریب شوې دي.








