د بشر حقونو نړۍوال بنسټ ویلي، چې پاکستان د فرضي کرښې په اوږدو کې پرتو ولایتونو پکتیکا، خوست او کونړ کې پر ملکي سیمو درنې وسلې او بېتفکیکه هاوان مرمۍ ویشتلې دي، چې له امله یې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده. یاد بنسټ د پاکستان له پوځي رژیم څخه غوښتي، چې پر ملکي سیمو بریدونه ودروي. د بشر حقونو نړۍوال بنسټ دغه راز له ملګرو ملتونو او د بشر حقونو نړۍوالو بنسټونو د دغو سرغړونو په تړاو د پلټنو او د مسوولو کسانو پر وړاندې د اړینو اقداماتو د تر سره کولو غوښتنه کړې ده.








