د بدخشان والي محمد اسماعیل غزنوي وايي، اوسمهال د دغه ولایت په بېلابېلو برخو کې د کانونو د شرکتونو له لوري د ۳۶ پراختیایي پروژو چارې روانې دي. نوموړي ویلي، چې د دغو پروژو له پلي کېدو سره به د بدخشان د اوسېدونکو ګڼې ستونزې حل شي. دغه پروژې د فیضآباد ښار او شهربزرګ ولسوالۍ کې د سړکونو جوړولو، پلونو، جوماتونو، برېښنا څراغونو او د اوبو څاګانو کیندلو برخو کې عملي کېږي. د بدخشان سیمهییز چارواکي دغه راز وایي چې د دې ۳۶ پروژو ترڅنګ، د ا.ا له بودجې څو نورې لویې پروژې هم منظور شوې دي چې د پلي کېدو سره به یې د دې ولایت د اوسېدونکو بېلابېلې ستونزې هوارې شي.








