د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) راپور ورکړی، چې د افغانستان په ډېرو سیمو کې ورښتونو او سېلابونو ګڼ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. د راپور له مخې په دغو سېلابونو کې د مرګژوبلې ترڅنګ، کورونه او زېربناوې هم ویجاړې شوې دي. اوچا زیاته کړې چې مرستندویه ډلې یې په سیمه کې دي او د اغېزمنو شویو وضعیت له نږدې ارزوي.








