په غور ولایت کې د تېر کال په بهیر کې د نږدې ۳۰۵ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه پراختیايي پروژې پلې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د غور ولایتي مسوولینو ویلي، چې یادې پروژې د بیارغونې، ښوونې او روزنې، اقتصاد، روغتیا، کلتور او نورو برخو کې پلې شوې، چې په کې د عمومي لویو لارو او کلیوالي سړکونو جوړول او بیا رغول، د اوبو رسولو شبکو، بندونو، جوماتونو او روغتیايي مرکزونو جوړول شامل دي. دغه پروژې د ا.ا له بودجې څخه د ۳۰۴ میلیونه ۵۲۷ زره ۶۳۷ افغانیو په لګښت پلي شوې دي.








