اناتولي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان نن د یکشنبې پر ورځ پاکستان ته ځي څو د سیمهییزو تحولاتو په اړه ناستو کې ګډون وکړي. په راپور کې راغلي، چې فیدان به د سیمهییزو مسایلو اړوند په دوه ورځنۍ خبرو کې د ګډون لپاره اسلاماباد ته سفر وکړي. دا سفر داسې مهال کېدونکی دی چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو جګړه یو میاشتنی شوه او ترکیه غواړي د تاوتریخوالي د کمولو لپاره ډيپلوماتیکې حلارې وارزوي.








