د صنعت او سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزي او د ازبکستان د نمنګان ولایت والي شوکت عبدالرزاقوف په حضور کې د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکتور ترمنځ ناسته شوې، چې په پایله کې یې د ۵۱۴ اعشاریه ۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړهليکونه لاسلیک شوي. صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې دغه هوکړې د چرګانو فارمونو جوړولو، د سمنټو او ډبرو سکرو، د وچو مېوو او سبو صادرولو، د تېلو او خوراکي توکو وارداتو، د اسفالت، مسو او نورو توکو برخو کې شوې دي. د نمنګان والي هم دغه هوکړې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام بللی دی.








