د خوست د علیشېرو-ترېزيو او ځاځي میدان ولسوالیو سلګونو اوسېدونکو د لاریون پر مهال د پاکستان پوځي رژیم پر وړاندې د ولسي پاڅون لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی. د پاڅون ګډونوالو ویلي چې د افغان دفاعي ځواکونو تر څنګ به د پاکستان پر ضد وجنګېږي. د پاڅون ګډونوالو د پاکستاني پوځي رژیم وروستي جنایتونه وغندل. دوی وویل له خپلې خاورې د دښمنانو خلاف هر ډول قربانۍ ته تیار دي.








