ریيس الوزراء ملا محمد حسن اخوند د مالیزیا لومړي وزير داتو محمد انور ابراهیم سره ټلیفوني خبرې کړې دي. په دې اړیکه کې د سیمهییزو انکشافاتو، په ځانګړي ډول د پاکستان او افغانستان پر وروستي وضعيت خبرې شوې دي. حسن اخوند ویلي، ا.ا د تفاهم او ګډې همکارۍ له لارې د ستونزو پر حل باور لري او په اختر کې یې د قطر، سعودي او ترکیې هېوادونو په منځګړیتوب اوربند کې خپل حسننیت ثابت کړی. هغه زیاته کړې چې تاوتریخوالی د هېڅ لوري په ګټه نه دی او د ستونزو د حل لپاره باید له حکمت او عقلانيت څخه کار واخيستل شي. د مالیزیا لومړي وزیر هم د سیمې پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او هيله يې ښودلې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتريخوالي لنډمهاله توقف دوام وکړي او شته ستونزې د تفاهم له لارې حل شي.








