رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې پر ایران د امریکا او اسراییل د بریدونو له پیل راهیسې ۳۲۳۱ تنه وژل شوي دي. په وژل شویو کې ۱۴۰۷ تنه ملکیان دي چې ۲۱۰ ماشومان هم پکې شامل دي.لبناني چارواکو ویلي چې د مارچ له دویمې راهیسې پر دغه هېواد د اسراییل په بریدونو کې هم څه د پاسه زر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. سرچینې ویلي، د دې جګړې له امله په عراق کې ۶۰ تنه، په اسراییل کې ۱۶ تنه او د امریکا د پوځ ۱۳ غړي هم وژل شوي دي.








