الجزیرې د فلسطیني چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییل په تازه هوايي بریدونو کې څلور کسان شهیدان شوي. د راپور له مخې په غزه کې د امریکا په منځګړیتوب د اوربند سره سره جګړه روانه ده. سرچینو ویلي، چې په دغه برید کې ۱۰ نور کسان ټپیان شوي هم دي.








