د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د هرمز تنګی نه دی تړل شوی او د بېړیو درېدنه د بیمې شرکتونو د هغې وېرې له امله ده، چې د امریکا جګړې را پیدا کړې، نه ایران. نوموړي ټینګار کړی چې د تګ راتګ ازادي د سوداګرۍ له ازادۍ پرته ممکنه نه ده. عراقچي زیاته کړې چې غوره به وي، د ګواښونو پر ځای درناوی وشي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ایران ته ۴۸ ساعته وخت ورکړی و، چې هرمز تنګی پرانیزي.








