د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، چې کیېف د امریکا د وړاندیز شوي سولې چوکاټ پر بنسټ د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرو ته تیار دی او د هر ډول اختلافاتو په اړه به د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره مستقیمې خبرې وکړي. زېلېنسکي دا څرګندونې له اروپايي مشرانو سره په یوه مجازي ناسته کې کړي او ټینګار یې کړی چې د سولې هره احتمالي خبرې باید د اوکراین د اروپايي متحدینو په حضور کې ترسره شي. هغه له اروپايي مشرانو غوښتي چې د اوکراین لپاره د «باور جوړونکي ځواک» د استولو چوکاټ جوړ کړي او ویلي یې دي، تر هغه چې روسیه د جګړې د ختمولو رښتینی نیت ثابت نه کړي، اروپايي هېوادونه باید پر خپل ملاتړ ټینګ پاتې شي.








