د راپورونو له مخې د هند حکومت ویلي، چې له کاناډا سره به د نوې سوداګریزې هوکړې خبرې بیا پیل کړي. دا خبرې له ۲ کلونو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ له ډېپلوماټیکو شخړو وروسته ځنډیدلې وې. د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني د یکشنبې په ورځ د سوېلي افریقا په جوهانسبورګ کې د جي-۲۰سرمشریزې څنډه کې د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره کتلي دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې په دې کتنه کې دواړو مشرانو د لوړې کچې ټولګډونه اقتصادي مشارکت تړون(CEPA) پر مذاکراتو د پیل موافقه کړې، چې موخه یې تر ۲۰۳۰کال پورې دوه اړخیز تجارت ۵۰میلیارده ډالرو ته رسوي.








