د بنګلهدېش پلازمېنې ډاکه کې پرون د رېښتر په کچه د ۵٫۷ درجې زلزلې له امله د مړو شمېر ۹ او د ټپیانو شمېر څه باندې ۳۰۰ ته ورسېد. ځايي چارواکو په ټپیانو کې د ۹ کسانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بللی. د بنګلهدېش چارواکو تر زلزلې څو ساعته وروسته ویلي، چې په دغې زلزله کې ۱۴ ودانۍ زیانمنې شوي او د برېښنا په یوه مرکز کې اورلګیدنه هم رامنځته شوې ده. د بنګلهدېش د لنډمهاله حکومت مشر محمد یونس په یوه بیان کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د دغې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده، چې حکومت ټولې لازمې چارې پیل کړې دي.








