د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې سعودي عربستان به ډېر ژر د امریکا لهخوا جوړې شوې F-35 جنګي الوتکې ترلاسه کړي. نوموړي ویلي، امریکا پر سعودي عربستان د ۳۰۰ ټانکونو او الوتکو په ګډون لومړۍ درجه پوځي تجهیزات پلوري. ټرمپ په واشنګټن کې د امریکا او سعودي عربستان د پانګونې په اړه جوړې شوې غونډه کې ویلي:« موږ هڅه کوو، چې دغه موضوع ډېر ژر تایید کړو. اندېښنه مه کوئ، دغه موضوع لا له وړاندې تایید شوې ده. موږ باید له یوې پروسې تېر شو… دغه پروسه به ۲۴ ساعته وخت ونیسي؛ نو تاسو په ښه حالت کې یاست.»








