د سعودي عربستان په مدینې ښار کې د هندي عمره زیارت کوونکو بس له ټانکر سره لګېدلی چې له امله یې ۴۲ تنه مړه شوي دي. د هند بهرنیو چارو وزارت دغه پېښه تایید کړې او ویلي یې دي، چې ریاض کې د هند کونسلګرۍ له اغېزمنو سره همکارۍ ته تابیا ښودلې ده. د راپورونو له مخې، د بس ډېری مسافر د هند د حیدرآباد اوسېدونکي وو، چې د عمرې د مراسمو له بشپړولو وروسته مدینې ته روان وو. د ژغورنې ډلو په وینا، بس په بشپړه توګه سوځېدلی او د قربانیانو پېژندنه یې خورا ستونزمنه کړې ده.








