اوکراین ویلي، هڅې کوي چې له روسیې سره د بندیانو د تبادلې بهیر بېرته فعال کړي او هیله لري چې شاوخوا ۱۲۰۰ اوکرایني بندیان له روسیې سره تبادله کړي. د اوکراین ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي او د ملي امنیت شورا مشر دا خبرې نن یکشنبه، نومبر ۱۶مه کړې دي. هغه زیاته کړه چې دولت په بېلابېلو کچو له نړیوالو شریکانو نیولې تر بشري بنسټونو د دې لپاره کار کوي چې د بندیانو لړۍ بیا فعاله شي. د اوکراین د ملي امنیت شورا مشر هم تایید کړه چې د بندیانو د تبادلې لپاره مذاکرات روان دي او کېیف هڅه کوي د جګړې له پیل راهیسې پاتې اوکرایني سرتیري، ملکي وګړي او رضاکاران بېرته خپلو کورنیو ته راستانه کړي.








