د هند تر کنټرول لاندې کشمیر د شرینګر په سیمه کې د پولیسو پر یوه مرکز د چاودنې له امله ۷ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، چاودېدونکي توکي له مخکې په سیمه کې ځای پر ځای شوي وو او وژل شوي کسان ټول پولیس دي. سرچینې زیاتوي چې د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی او امکان لري د مړو شمېر زیات شي. تر اوسه هېڅ یوې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.








