ترکیې ویلي، چې د جورجیا په پولو کې د لوېدلې الوتکې په پېښه کې یې ۲۰ سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی. دغه (سي ۱۳۰) باروړونکې الوتکه له اذربایجان نه ترکیې ته روانه وه چې د کاخېتي ولایت په سیغناګو سیمه کې راولوېده. د پېښې لامل لا نه دی روښانه، خو د ترکیې او جورجیا چارواکو څېړنې پیل کړې دي. د پېښې له ځایه خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې الوتکه ټوټې شوې او سوځېدلې ده. د ترکیې دفاع وزارت د مړه شویو سرتېرو نوملړ خپور کړی دی.








