د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش خبرداری ورکړی، چې په نړۍ کې شاوخوا دوه میلیارده کسان لا هم د څښاک پاکو اوبو د نشتوالي ستونزې سره مخ دي. هغه ویلي، د هوا د تودوخې د زیاتوالي له امله به ناروغۍ، مړینې او بېځایه کېدل هم زیات شي. ګوترېش ټینګار کړی چې د صحي اوبو او حفظالصحې د سیستمونو لپاره جدي پانګونې اړینې دي، څو د ټولو خلکو لپاره د خوندي اوبو او پاکوالي زمینه برابره شي. د ملګرو ملتونو راپورونه ښيي، چې تر ټولو زیات اغېزمن هېوادونه د افریقا ساحلي سیمې، منځنی ختیځ او سوېلي اسیا دي، چې په کې میلیونونه خلک د پاکو اوبو او حفظالصحې له بنسټیزو اسانتیاوو بېبرخې دي.








