د الجزیرې د راپور له مخې د مکسیکو په شمال لوېدیځ ایالت «سونورا» کې د یوه پلورنځي دننه د چاودنې له امله لږترلږه ۲۳ کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۱ نور ټپیان شوي دي. په راپور کې راغلي دا پېښه پرون رامنځته شوې او ویل کېږي چې ډېری قربانیان یې ماشومان دي. د سونورا ځایي چارواکو ویلي، پېښه د هېڅ ډول برید، ترهګریز عمل یا ملکي خلکو پر ضد د تاوتریخوالي له پېښو سره تړاو نهلري. د دوی په خبره، تر اوسه د چاودنې اصلي لامل نهدی مالوم شوی، خو پلټنې پیل شوې دي








