د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير عطاءالله عمري د يو لوړ پوړې پلاوي په مشرۍ ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې د ختيځو ولايتونو د خلکو او سيمهييزو چارواکو په ګډون په یوې سترې ولسي غونډه کې ګډون او وینا کړې ده. عمري په دې غونډه کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او بيارغونې پر ارزښت ټينګار کړی او ویلي یې دي، چې یاد وزارت هڅه کوي د ځنګلونو د ساتنې او بیارغونې لپاره له ټولو شته امکاناتو څخه ګټه واخلي. د کرنې وزارت وایي، چې په دې ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د ځنګلونو د اغېزمنې ساتنې لپاره به ځانګړي ځنګلساتونکي او مامورين په ځنګلي سيمو کې ګومارل کېږي.








