د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما د دغه هېواد د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر اقتصادي او ټولنیزو سیاستونو سختې نیوکې کړې دي. اوباما ویلي، چې د ټرمپ د سیاستونو له امله میلیونونه امریکایان د لوږې، بېثباتۍ او ګډوډۍ له ګواښ سره مخ دي. نوموړي ټینګار کړی، چې نور ډاډه نه دی، امریکا به د ټرمپ له سیاستونو روغه پاتې شي. د هغه په خبره، د ډیموکرات ګوند د بریا لپاره به د انتخاباتي کمپاینونو په لومړۍ کرښه کې ودریږي، څو د هېواد ژغورنه یقیني شي.








