د اسراییلو په تازه هوایي بریدونو کې په غزه کې ۲۶ تنه فلسطینیان شهیدان شوي دي. رویټرز د سیمهییزو روغتیایي چارواکو له قوله لیکلي، چې دا بریدونه پرون ترسره شوي او تر نن سهاره پورې یې دوام درلود. د راپورونو له مخې، له اوربند وروسته د اسراییلو په بریدونو کې تر اوسه لږ تر لږه ۹۷ فلسطینیان شهیدان شوي او ۲۳۰ نور ټپیان دي. دا بریدونه داسې مهال کېږي، چې د ټرمپ د ۲۰ مادهییز سولې پلان په اړه په مصر کې غیرمستقیم مذاکرات روان دي.








