د تایلنډ او کمبوډیا مشرانو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په حضور کې او د مالیزیا په منځګړیتوب د اوربند هوکړهلیک لاسلیک کړی، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستیو سرحدي نښتو ته د پای ټکی کېږدي. هوکړه د درې میاشتې مخکې د اوربند د غځولو په موخه شوې چې د څارنې ډلې جوړول، د پوځي ترینګلتیا کمول، د درنو وسلو راټولول او د تایلنډ له لوري د ۱۸ کمبودیایي بنديانو خوشې کول پکې شامل دي. د تایلنډ او کمبودیا ترمنځ پنځه ورځنۍ نښتې کې لږ تر لږه ۴۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او زرګونه تنه یې بېځایه کړي دي. ټرمپ دا تړون د سولې لپاره مهم پرمختګ بللی او ویلي یې دي، ښايي د دې هوکړې له امله د میلیونونو انسانانو ژوند ژغورل شوی وي.








