د راپورونو له مخې د خېبرپښتونخوا په سوېلي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ پر کاروان د وسلوال برید له امله لس سرتېري وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي. د العربیه د راپور له مخې، وسلوالو د پوځ پر کاروان د تېرېدو پرمهال ډزې کړې او وروسته یې د درنو وسلو په وسیله پوځیان په نښه کړدي دي. په داسې حال کې چې په پاکستان کې د ننه پر پوځیانو برېدونه زیات شوي، بلخوا د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي چې هېواد یې له (تحریک طالبان پاکستان) ډلې سره د مذاکراتو هېڅ نیت نهلري.








