د راپورونو له مخې د سعودي عربستان په مشرۍ ګډو سمندري ځواکونو په عربي سمندر کې د نږدې یو میلیارډ ډالرو په ارزښت ناقانونه نشه يي توکي نیولي دي. په راپورونو کې راغلي، چې په نیول شویو توکو کې ۲ټنه او ۳۵۰ کیلوګرامه کرسټال مېټ او ۵۰ کیلوګرامه کوکاین شامل دي. د ګډو سمندري ځواکونو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې سمندري ځواکونو یوه بېړۍ «یرموک» چې د سعودي په مشرۍ د ګډو سمندري ځواکونو د مستقیم ملاتړ لاندې کار کوي، د المسمک په نوم عملیاتو په ترڅ کې دا نشه یي توکي نیولي دي.








