د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ورسره ژمنه کړې ده چې له روسیې څخه نور تېل نه پېري. ټرمپ دا څرګندونې د سپینې ماڼۍ د دیوالي د مراسمو پر مهال کړې او زیاته کړې يې ده چې دواړه مشران د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو لپاره ګډې هڅې کوي. هغه همدارنګه ویلي، له مودي سره یې د پاکستان سره د جګړې د مخنیوي په اړه هم خبرې کړې دي، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا هڅې دوام لري.








