د خیبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر نږدې ۲۰۰ تنو ته رسېدلی او لسګونه نور ټپیان دي. خیبرپښتونخوا کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې مدیریت چارواکو ویلي، سېلابونو د بونیر، باجوړ او بټګرام سیمې سختې ځپلې دي او په دې سیمو کې لا هم د ژغورنې علمیات روان دي.د چارواکو په وینا، تر ټولو زیات ۱۵۷ کسان د بونیر په بېلابېلو سیمو کې مړه شوي او په ټوله کې تر اوسه د ۲۰۰ کسانو مړینه تایید شوې ده. بل لور ته په مومندو سیمه کې چارواکي وايي، د مرستې لپاره استول شوې چورلکه د خراب موسم له کبله په یوه غرنۍ سیمه کې غورځېدلې او دوی هڅه کوي، سیمې ته ځان ورسوي. د هوا پېژندنې ادارې اټکل کړی چې د سختو بارانونو دا لړۍ به د اګست تر ۲۱مې پورې روانه وي.








